تاند- چین لېواله دی چې د افغانستان په راتلونکي کې خپل رول لا زیات کړي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس له راپور سره سم، چین د افغانستان په کانونو کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پانګونې ته راوړاندې شوی او داسي ښکاري چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان په نورو برخو کې هم پانګونې ته لېوال وي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په داسي حال کې چې بهرني پوځیان له افغانستانه وتلو ته تیاري نیسي چین د افغانستان په کانونو کې، چې ارزښت یې تر یو تریلیون زیات اټکل شوی دی، پانګونه زیاته کړې ده.
بیجنګ د تېر کال په دوبي کې له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړه، ورپسې یې د نومبر په میاشت کې یو جګپوړی امنیتي پلاوی کابل ته لاړ، ویې ویل چې دا هیواد حاضر دی چې درې سوه افغان پولیس وروزي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د جرمني د مارشال پلان په تحقیقاتي موسسې کې د چین د چارو کارپوه اندریو سمال اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، که د افغانستان حالات لږ یا ډېر ښه شي، که دا هیواد د منځنۍ اسیا په یوه نسبتاً عادي او نورمال هیواد بدل شي، چین به په طبیعي ډول له هغه څخه ګټه ترلاسه کړي.
که د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته توجه وکړئ نو همدا مسله درته څرګندېږي.
چینايي شرکتونو دې ته په پام سره چې افغانستان د څه باندې یوتریلیون ډالرو په ارزښت تر مځکې لاندې شتمني لري، د افغانستان د مسو د کان قرارداد خپل کړی، د سکرو او تېلو د رایستلو او سپړلو قرادادونه یې هم کړي دي.
چین دغه راز د افغانستان لیتیومو ته سترګې نیولې چې په بېټریو او اتومي وسایلو کې پکارېږي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې چینايي شرکتونه د افغانستان د برېښنا په بندونو، کرنې او نورو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښيي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د واخان له لارې د دوو هیوادونو د مستقیم ارتباط د سړک پر جوړولو هم خبرې شوي دي.
د بېجنګ پوهنتون د منځنۍ اسیا د چارو کارپوه وانګ لین وايي چې زبرځواکونه د تاریخ په اوږدو کې په افغانستان کې ښکېل پاتې شوي ځکه چې افغانستان د اسیا په څلورلارې کې پروت دی او چین هم نه شي کېدای چې استسثنا وي.
د ده په وینا دا له شکه وتلې خبره ده چې چین دې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي بیارغونه کې برخه ونه لري. باثباته افغانستان د چین لپاره حیاتي اهمیت لري. له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته چین کرار نه شي پاتې کېدای.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندی جانان موسي زي له قوله ویلي چې د افغانستان او چین ترمنځ په پراخه پیمانه استخباراتي مالومات تبادله کېږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)