دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 50454
افغانسان د انګلیس پولیسو له خوا د ۷ انګلیسي پوځیانود نیول هرکلی وکړ
د افغانستان د دفاع وزارت د برتانیې د پولیسو له خوا د دغه هیواد ۷ سرتیرو د نیولو هرکلی کړی دی.

د دفاع د وزارت ویاند ظاهر عظیمي وویل؛ دا ګام په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یو ګټور ګام بللی دی.

د برتانیې د دفاع وزارت وايي، د دې هیواد د شاهې سمندري ځواک ۷ سرتیري تیر کال په افغانستان کې د قتل په یوه قضیه کې د ښکیلتیا په شک نیول شوي دي.

د دفاع وزارت ویلي، دا قضیه د ملکي مرګ ژوبلې کومې پیښې پورې نه بلکه له وسله وال یاغیانو سره د جګړې پورې مربوطه قضیه ده.

دا ۷ سرتیري پرون په برتانیه کې د شاهي پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د برتانیې ددفاع وزارت ویلي، دا قضیه به د دې هیواد د پوځي قضايي سیسټم له خوا تعقیبیږي.

د دفاع وزارت د دغو سرتیرو د هویت په باب او په دې اړه نور څه نه دي ویلي.

برتانیه له متحده ایالاتو وروسته دوهم هیواد دی؛ چې په افغانستان کې زیات سرتیري لري.

ټاکل شوې ده، چې په افغانستان کې د دې هیواد له موجودو ۹ زرو سرتیرو څخه ۵ زره يې د روان میلادي کال تر پایه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjjdt.w6dxtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته