دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 46173
دپرمختیایي پروژو نیمګړتیا په داقتصادي بحران لامل شي
نړیوال هیوادونه، په تیره بیا امریکا، چې دافغانستان له خورا لویو مرستندیو هیوادو څخه دی، خورا ډیرې پیسې پدې هیواد کې لګولي، خو اوس هم افغانستان نه دی توانیدلی چې دنړوالې ټولنې له خواله میلیاردو دالرو مرسته سره سره پدې ندی توانیدلی چې په اقتصادي لحاظ پرځان متکي شي. 

پدې ورځوکې یوې آمریکایي خپرونې په رپورټ خپور کړی چې ګویا په افغانستان کې دبیارغونې پروژې تر(۲۰۱۴) کال پورې رغیدای نه شي، لدې سره سره هماغسې چې امریکا دافغانستان خورا لوی مرستندوی هیواد دی، همداډول اخطار دبیارغونې دپروژو دنه بشپړه تیا اخطار ورکړی شوی دی. 

افغانستان ترځمکې دلاندې دنفتو مسره او نورو کانونو دزیرمو په درلو سره سره تر اوسه هم ترځمکې دلاندې کانونو درایستلو په برخه کې څه کوټلې کړنې سرته ندې رسولې چې ددې هیواد خلک راتلونکې، په تیره بیاله(۲۰۱۴) کال یاد بهرنیو ځواکونو توتلو وروسته ورته سترګې په لارشي.
دافغانستان خلک پدې باور دي پداسې حال کې چې دافغانستان دمامورنیو معاش یاعادي او انکشاف فی بودجه تراوسه دنړیوالې او مرستندویو هیواد وله خوا ورکول کیږي، له پرمختللي فساد سره سره څنګه کولای شو خپلې راتلونې ته په تمه اوسو،پداسې حال کې چې دافغانستان ندی توانیدلی چې کرهڼې او صنعت په برخه کې څه بنسټیزکار وکړای شي. 

دهیواد داقتصاد پیژندو کي دڅلورمیلیونو بیکارانو، دټولنې دلکښتي کیدلو، پرنړیوالو مرستندویانو باندې متکي کیدلو، دافغانستان په دولتي ادارو اوارګانونوکې دوړتیاوونشتوالی، دوړتیا سالارۍ نشتوالی او دبې پایه اداری فساد شتون ټول خلک اندیښمن کړي اووایي: ترڅو چې دباورمند کیدلو، وړتیا سالارۍ او دقانون پلی کولپه ټولنه کې عملي نه شي، نه شي کیدای چې راتلونکي ته دښوتمه ولري،
دسوداګرۍ او صنایعو دخونې پخوانی مرستیال آذرخش ((حافظي ))په یوه ځانګ‎ړې مرکه کې ت(۲۰۱۴)کال وروسته دبیارغاونې دپروژه دنه بشپړهکیدلو په اړه وویل: سیاسي او نظامي حلات تل دهیوادونوپه اقتصادي وضععي باندې خپل اغیزه لري که ځه حم چې په افغانستان کې دامریکا متحدوایالتونه او دهغوﺉ دناتو دتؤون نور انډیولارن په افغانستان اوسیمه کې دیولړ ستونزه دپیدایښت لامل ګرځیدلي، خو داقتصادي ودې او په هیواد کې دبنستیزو ودانیو په جوړلو کې ګتور ثابت شوي دي.
ښاغلی حافطي ورپسې زیاته کړه: کله چې دناتو ځواکونه دامریکا په لارښوونه افغانستان له(۲۰۱۴)کال نه وروسته پریږدي، داندیښنې خبره داده چې له (۲۰۱۴) کال وروسته په ځانګړې توګه په دافغانستان له پرمختیایي پروژه سره څه مرسته وشي که نه؟ پرته لدې چې د دولت عادي او پرمختیايي بودجه به تامین کړي. 

دهیواد دسوداګرۍ دخونې پخواني مرستیال، دافغانستان دبیارغاونې دپروژو دنه بشپړه تیا پر بنسیټ تر(۲۰۱۴) کال پورې کوم رپوټ چې په واشنګټنپوست ورځپاڼه کې خپور کړی، تایید اوزیاته یي کړه: که دافغانستان دنمګړو پرمختیایي پروژو بشپړولولپاره دنړیوالې ټولنې له لوري کومه ژمنه ونه شي، بیله به نیمګړې پروژې همداسې نیمګړې پاتې شي. 

هغه زیاته کره: دافغانستان دولت حتی خپله عادي بودجه له بهرنیانو څخه اخلي او دپرمختیا یي پروژو بشپړو لوتورن نه لري، دولت باید دبهرینو ځواکونو تووتلو دمخه، دهیواد داقتصادي ودې لپاره خپل پلان ولري،
حافظي یادونه وکړه: دافغانستان په ځیریوهیواد کې دپرمختیایي پروژونه بشپړول به یقیني توګه دهیواد دعمومي اقتصاد به دنړیوالو ځواکونو په وتو سره(تر۲۰۱۴کال وروسته) له منځه ولارشي او هغه مهال چې داسې وشي،باید په هیواد کې اقتصادي بحران ته سترګې په لار واوسو او داقتصادي زیان پيژندنې او دهغه دمخنوي لپاره اړین تدابیرونیول شي. 

ښاغلي حافظي وویل: په هیواد کې داقتصاد دودې اساسي لامونه، دناخالصو ملي تولیداتو وده، سیالي کونکي صادراتو دملی ګټو لپاره له طبیعي سرچینوڅخه ښه ګټه اخیستل اړین دي څو هیواد له اقتصادي بحران سره مخامخ نه شي.
هغه همدارنګه دهیواد داقتصاد دودې لپاره په ملي اونړیوالو کچه اعتماد او باور خورا غوره لامل وباله اووي ويل:
دهرډول سترې ملي پروژې پلي کول دخورا لوی اعتماد او باور ته آړتیا لري چې په لمړي قدم کې اعتماد باید جورشي. 

حافظي دخپلو خبرو په پای کې وویل: اعتماد جوړونه هغه مهال ممکن دی چې که د دولت لوړپوړي چارواکي په فساد دککړوي، باید محاکمه شي، په هیواد کې دې قانون پلی شي، له قانون نه څوک سرغړاوی ونه کړي او دافغانستان دولت داعتماد جوړلو اراده واي.
سرچينه : افغان غږ آژآنس(آوا)
https://avapress.com/vdcipza5.t1aqy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته