دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۲۲
د مطلب کود : 39622
د ټاپي د پروژې د عملي کیدو په لاره کې افغانستان له ترکمنستان سره په هر اړخیزه توګه همکاردی
د ترکمنستان جمهوررئیس له افغانستان سره په بیلابیلو برخوکې د خپل هېواد د دوامدارو همکاریو ډاډ څرګند کړ او په افغانستان باندې یې په مناسبه بیه د دیرشو کلونو لپاره په کال کې د۵۰۰ میلیون مکعب مترو ګازو په پلورلو موافقه وکړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په اقتصادي غونډه کې دې ته
په اشارې سره چې د ټاپي د ګازو د نل لیکې پروژه په اقتصادي او د سیمه ایزو
همکاریو په ډګرکې د افغانستان لپاره ستراتیژیک ارزښت لري، ټینګار یې وکړ چې د
دغې پروژې د عملي کیدو په لاره کې دې د افغانستان له اړخه د ترکمنستان له
هېواد سره په هر اړخیزه توګه همکارۍ ترسره شي.

په دغه غونډه کې چې د پخوانیو اقتصادي غونډو په دوام، نن په ارګ کې جوړه شوه،
د کانونو وزیر وحیدالله شهراني د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته د افغاني
پلاوي د کاري سفر په باب چې موخه یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګازو د
بیې نهایي کول و چې د ټاپي د ګازو د نل لیکې په اړه په مذاکروکې له مهمو موضوع
ګانو څخه یوه شامله موضوع ده،خپل رپوټ وړاندې کړ.

شهراني وویل: د ده په مشرۍ افغاني پلاوي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د
دغه هېواد له چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د ودې لپاره په بیلابیلو
برخوکې د ترکمنستان د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه چې په مقابل کې د ترکمنستان
لوري د دغو همکاریو د دوام او پراختیا، په ځانګړې توګه د ګازو د مناسبې بیې په
برخه کې ډاډ څرګند کړ.

ده، وویل: په دغه کتنه کې افغاني پلاوي د حق العبور د فیس په اړه له پاکستان
او هندوستان سره په مذاکروکې د شوي پرمختګ په باب د ترکمنستان لوري ته
معلومات وړاندې شول او د پاکستان د کانونو او پیترولیم د وزارت د معین اعجاز
چوهدري هغه مطبوعاتي مرکه چې ځینو رسنیو یې له قوله رپوټونه خپاره کړي و چې
ګویا افغانستان د ټاپي له پروژې څخه وتلی دی، له حقیقت څخه لرې وبلله او د دغې
پروژې پر ستراتیژیکې ارزښت باندې د ټینګار په ترڅ کې یې وویل چې افغانستان له
دغې پروژې څخه په پوره علاقه مندۍ سره ملاتړ کوي.

د کانونو وزیر د ترکمنستان له جمهوررئیس قربان قلي بیردي محمدوف سره خپله کتنه
ګټوره وبلله، وې ویل: د ترکمنستان جمهوررئیس له افغانستان سره په بیلابیلو
برخوکې د خپل هېواد د دوامدارو همکاریو ډاډ څرګند کړ او په افغانستان باندې
یې په مناسبه بیه د دیرشو کلونو لپاره په کال کې د۵۰۰ میلیون مکعب مترو ګازو
په پلورلو موافقه وکړه
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8met.uqeh8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته