دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 38431
په افغانستان کې نری رنځ ډير شوی
اوس مهال هرکال په نړۍ کې شاوخوا نهه میلیونه وګړي په فعال توبرکلوز یا نري رنځ اخته کیږي چې له یو نیم تر دوه میلیونه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي دغه هېواد لا هم د هغو ۲۲ هېوادونو په کتار کې دی چې د نري رنځ ناروغان پکې ډېر دي.

په افغانستان کې په نري رنځ د هرو سل زرو اخته کسانو څخه ۳۴ تنه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د هېواد د نري رنځ د ملي پروګرام چارواکي وايي د تېرو لس کلنو هڅو په ترڅ کې یې تر ډېره ددغې ناروغۍ د پراختیا مخه نیولې ده.

د مارچ څلورویشتمه د نري رنځ نړیواله ورځ ده.

اوس مهال هرکال په نړۍ کې شاوخوا نهه میلیونه وګړي په فعال توبرکلوز یا نري رنځ اخته کیږي چې له یو نیم تر دوه میلیونه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د نري رنځ د ملي پروګرام مشر ډاکتر محمد خالد صدیق په وینا، افغانستان د نړۍ د هغو ۲۲هېوادونو له ډلې څخه دی چې د نري رنځ ناروغي په پراخه کچه پکې موجوده ده. خو زیاتوي چې د تېرو لسو کلونو په په ترڅ کې یې پراخ مخنیوی هم شوی دی.

د ډاکتر صدیق په وینا په افغانستان کې د نري رنځ ناروغي د نارینه وو په پرتله په ښځینه وو کې ډېره لیدله کیږي چې دوی یې د لاملونو په اړه د د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته څېړنې پیل کړې دي.

دغه څيړنې به له شپږ تر اتو میاشتو وخته ونیسي.

د رني رنځ د ملي پروګرام چارواکي وايي هر هغه څوک چې دوه میاشتې پرله پسې ټوخی ولري نو په نري رنځ شکمن ناروغ بلل کیږي او ددوی هر روغتیايي مرکز ته چې ورشي نو په وړیا توګه به یې درملنه وشي.

د ۲۰۱۱ کال په پای کې په ټول افغانستان کې د نري رنځ د درملنې د مرکزونو شمېر ۱۱۲۳ ته ورسيد.

د نري رنځ نوي سلنه ناروغان په وروسته پاتې او په پرمخ تلوونکو هېوادونو کې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqt9w.ak97w4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته