دخپریدو نیټه :شنبه ۶ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 36719
د هېواد په ځینو سیمو کې نن پر له پسې پنځمه ورځ د بګرام د پېښې پرضد مظاهرې وشوې
د لغمان د امنیې قومندانۍ تاید کړې چې، پدې مظاهرې کې دوه کسان ټپیان شوي. خو بلخوا د دې ولایت د ملکي روغتون چارواکي وایې، چې شل تنه پکې ټپیان دي.
په هیواد کې د امریکایي ځواکونو له لوري د قران کریم د نسخو د سوځولو په وړاندې اعتراضونه پينځمي ورځي ته و رسیدل.

دا مظاهرې په لغمان، لوګر، پروان، پنجشیر، خوست، پکتیا او بغلان ولایتونو کې شوې.

د راپورونو پر اساس په لغمان کې په سلهاو مظاهره کونکو غوښتل چې د ولایت مقام په ودانۍ حمله و کړي. خو مخه یې ونیول شوه.

د لغمان د امنیې قومندانۍ تاید کړې چې، پدې مظاهرې کې دوه کسان ټپیان شوي. خو بلخوا د دې ولایت د ملکي روغتون چارواکي وایې، چې شل تنه پکې ټپیان دي.

مظاهره کونکي له حکومته غواړي چې د دې کار عاملین باید په علني توګه محاکمه شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdn50s.yt09f6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته