دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۱:۰۱
د مطلب کود : 36450
په کندهار کې جعلي سناتور له ملي امنیت نه معلومات نه دي اخیستي
د ملي امنیت ادارې په دې اړه په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې د اصف سرحدي په نوم دغه کس په کندهار کې د دوی ادارې ته کله هم مراجعه نه ده کړې.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې هغه راپور رد کړ، چې وايي په کندهار کې یوه جعلي سناتور د ملي امنیت یا استخباراتو له ادارې نه معلومات اخیستي دي.

د ملي امنیت ادارې په دې اړه په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې د اصف سرحدي په نوم دغه کس په کندهار کې د دوی ادارې ته کله هم مراجعه نه ده کړې.

پخوا تر دې په مشرانو جرګې کې دکندهار سناتورانو ویلي و،چې دغه کس په کندهار کې مهمو دولتي ادارو ته تللی، ځان یې سناتور معرفي کړی او مهم معلومات یې راټول کړي.

بل خوا نن د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صديقي وویل چې پولیس ددې کس د نیولو په لټه کې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxjdm.w6dvtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته