دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۰۱
د مطلب کود : 36037
د افغانستان، پاکستان او ایران مشران په اسلام اباد کې غونډه کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالباسط خبریالانو ته وویل، په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو دوه ورځنۍ سرمشریزه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ/ د دلوې۲۷- فبروري۱۶) پیل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، هیواد به یې راتلونکې اوونۍ د تروریزم پرضد د افغانستان او ایران د مشرانو د کنفرانس کوربه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالباسط خبریالانو ته وویل، په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو دوه ورځنۍ سرمشریزه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ/ د دلوې۲۷- فبروري۱۶) پیل شي.

ده همداراز وویل:«په دې سرمشریزه کې به د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد ګډون وکړي.»

عبدالباسط دا درې اړخیزه غونډه د درو هیوادونو د مشرانو لپاره مهمه وبلله، ویې ویل چې دوی به په دې غونډه کې پر سیمه ییزو مسایلو، له تروریزم سره پر مبارزې او د مخدرو موادو د قاچاق په شمول د منظمو جرمونو په اړه خبرې وکړي.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguz9w.ak93w4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته