دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 289246
په لوګر کې د يوه کور د چت د لوېدو له امله څلور تنه مړه شوي دي
د لوګر سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د باران له امله د یوه کور د چت د لوېدو له امله د دوو ښځو او دوو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سیمه ییز چارواکي وايي، چې دغه پېښه د دوشنبې په شپه (د ثور ۳) د دغه ولایت د مرکز پل علم اړوند د پپادخواب‌شانه  سیمې په میوندک کلي کې رامنځته شوې ده.

باختراژانس دسيمه ييزو مقاماتو دخبرله مخې، په دې پيښه کې دوه تنه نور ټپيان شول .

وروستیو اورښتونو په هېواد کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د يادونې وړ ده، چې ډېرى مرګ ژوبله د بارانونو او سېلابونو له امله د کورونو د ويجاړېدو له امله رامنځته کېږي.
https://avapress.com/vdcgty9x3ak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته