دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 289152
د پاکستان په لوېديځ کې د ګمرک اووه کارکوونکي ووژل شول
نامعلومو وسله والو د پاکستان په لوېدیځ کې په دوو جلا بریدونو کې د ګمرک اووه کارکوونکي وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: برید کوونکو په دوو جلا جلا بریدونو کی د دغه هیواد په لویدیځ کی اوه تنه د ګمرک کارکوونکې وژلی دی.

ایرنا د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په تیرو څو ورځو کې په دې سیمه کې د ګمرک د پنځو نورو افسرانو له وژل کیدو وروسته، پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې نامعلومو وسله والو د پاکستان په لویدیځ کې د ګمرک دوه کارکوونګې وژلي دي.

د پنجشنبې تر ورځې د دغو دوو بریدونو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او پولیسو ویلي چې په دې اړه پلټنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت له سرپرست حکومته غوښتي چې ترهګر د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو لپاره کار اخلي.

د اسلامي امارت له لوري تل د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد شوې او ویلي یې دي چې د افغانستان له خاورې هیڅ ترهګرې ډلې ته د کار اخیستو اجازه نه ورکوي.
https://avapress.com/vdccpoqii2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته