دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 288976
د افغانستان ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې له ایران څخه ۳-۱ ماته ومنله
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د اسيايي هېوادونو د جام د ګروپي پړاو په لومړۍ لوبه کې د ايران له ملي ټيم سره مخامخ شوه او لوبه يې د ٣:١ په توپير بايله.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال اسیايي فوټسال جام سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه د ایران د فوټسال ملي لوبډلې سره وکړه.

دا لوبه نن (پنجشنبه ۳۰ حمل) د کابل په وخت د ماسپښین ۱:۳۰ بجې د تایلنډ په بنکاک کې ترسره شوه او افغانستان د ۳:۱ په توپیر سره لوبه وبایلله.

په دې لوبه کې د فوټسال ملي لوبډلې یوازینی ګول مهران غلامي ترسره کړ. د ایران د فوټسال ملي لوبډلې لپاره مهدي کریمي او سعید احمد عباسي د افغانستان پر وړاندې ګولونه وکړل.
 
افغانستان د اسيا د فوټسال سياليو په ډي ګروپ کې له ايران، بحرين او کويټ سره دى.

د افغانستان بله لوبه به د راتلونکې شنبې په ورځ په ۱۳:۳۰ بجو د کویټ په وړاندې ترسره شي.
https://avapress.com/vdcfecd0vw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته