دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 288974
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړي ده
د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونووړاندوینه کړي ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغې ادارې د جمعې او شنبې په ورځ (۳۱حمل او ۱ ثور) د هیواد په ۲۹ ولایتونو (بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنر، ننگرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، سمنگان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان‌وردک، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، دایکندی، بادغیس، غور، هلمند، ارزگان، قندهار او زابل) کې د سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
 
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په ځينو ولايتونو کې له ١٥ تر ٣٠ سانتي مترو پورې واوره او له ١٥ تر ٦٠ ملي مترو پورې اورښت امکان لري.
 
په همدې حال کې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان دي.
 
د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت پرون اعلان وکړ چې په هیواد کې د دغو بارانونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه څاروي له منځه تللي دي.
https://avapress.com/vdcd5j0xoyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته