کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړي ده

30 حمل 1403 ساعت 15:13

د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونووړاندوینه کړي ده.


آوا - کابل: دغې ادارې د جمعې او شنبې په ورځ (۳۱حمل او ۱ ثور) د هیواد په ۲۹ ولایتونو (بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنر، ننگرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، سمنگان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان‌وردک، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، دایکندی، بادغیس، غور، هلمند، ارزگان، قندهار او زابل) کې د سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
 
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په ځينو ولايتونو کې له ١٥ تر ٣٠ سانتي مترو پورې واوره او له ١٥ تر ٦٠ ملي مترو پورې اورښت امکان لري.
 
په همدې حال کې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان دي.
 
د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت پرون اعلان وکړ چې په هیواد کې د دغو بارانونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه څاروي له منځه تللي دي.


د مطلب کود: 288974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288974/د-هوا-پېژندنې-ادارې-هېواد-په-۲۹-ولایتونو-کې-سختو-بارانونو-او-سېلابونو-راوتلو-وړاندوینه-کړي-ده

آوا
  https://www.avapress.com