دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 288523
په ننګرهار کې د لاسي بم د چاودنې له امله يو کروندګر ووژل شو
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تېرو جګړو څخه پاته شوي یوه لاسي بم د چاودنې له امله یو کروندګر وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: دغه پيښه پرون دوشنبه د حمل په ۲۰مه سهار شاوخوا لس بجې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
 
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د دغه کس د هويت په اړه نور جزئيات ورنه کړل.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د پنجشنبې په ورځ (د حمل ۱۶مه) اعلان وکړ چې د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې په هېواد کې نږدې ۴۵ زره کسان د ماینونو د چاودنو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
 
د دې ادارې په وینا، ماینونه او ناچاودې مهمات لا هم د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ګواښي.
https://avapress.com/vdcdxj0xsyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته