دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 288487
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د تایلنډ د چنبوري فوټسال لوبډلې ته ۷-۳ ماتې ورکړه
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې چې په تايلنډ کې د چمتوالي په کمپ کې ده، په يوه دوستانه لوبه کې د تايلند د فوټسال د لومړۍ څانګې چنبوري لوبډلې ته د ۷:۳ په توپير ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړو پرون (یکشنبه، د حمل ۱۹مه) په یوه دوستانه لوبه کې د چنبوري فوټسال لوبډلې ته د ۷:۳ په توپیر ماتې ورکړه.

د فوټبال فدراسیون د چارواکو په وینا، د افغان فوټسال لوبغاړو او چنبوري لوبغاړو ترمنځ دا غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به په درې نورو تیاریو کې د تاجکستان، سعودي عربستان او چین له لوبډلو سره هم ولوبېږي.
https://avapress.com/vdcc44qim2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته