د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۲ زره ۷۰۵ تنو ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۷۵ زره ۱۹۰ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: اشغالګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې د تړانګې په خلکو اته ډله ایز جنایتونه ترسره کړی چې په پایله کې یې ۸۲ تنه شهیدان او ۹۸ تنه نور ټپیان شوی دی. دفلسطین سرې میاشتې اعلان وکړ چې په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم د تیریو له پیل راهسې تراوسه د نیواکګرو په حملو کښې د دغه سازمان ۲۶ غړي شهیدان شوي دي .