افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د هېواد د ترافیکو مدیریت عمومي رئیس حسیب الله مختار په بلخ ولایت کې د "ښاري ټکسيو د رنګ بدلولو" د پیل په مراسمو کې وویل: د رنګ بدلولو بهیر د ښاري ټکسي یا مسافر وړونکي موټر له مرکزي زون وروسته اوس په شمالي ولایتونو کې هم پیل شوی او زموږ موخه په ښار کې نظم، د جنايي جرمونو کمول او د بې قانونۍ مخنیوی دی.
هغه زياته کړه: "په ټکسي کې د سپرلۍ پر مهال د خلکو د ځاني او مالي خونديتوب په اړه اندېښنې بايد هوارې شي."
مختار دا هم ویلي چې ټکسي باید د جواز پلیټونو او معتبرو رسمي اسنادو پرته په ښار کې ونه ګرځي.
له بلې خوا د بلخ ولايت د ترافيکو مدير عبدالقيوم مبارز وويل: له ټولو ښاريانو په ځانګړې توګه له ټکسي چلوونکو څخه غوښتنه کوو چې د ټکسي موټرونو د رنګ د بدلون په برخه کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې د مزارشريف ښار يو شمېر ټکسي چلوونکي وايي، تر هغه چې له اسنادو پرته د مسافر وړونکو موټرو د فعاليت مخه ونه نيول شي، د ټکسي موټرو د رنګ بدلول به مثبته پايله ونه لري.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې ټکسي موټرونه په ژېړ او کله هم په ژېړ او سپين رنګونو پېژندل کېږي. خو اسلامي امارت په دې وروستیو کې د ټکسي پخوانی رنګ په نیلي او سپین بدل کړی او دا پروسه د ټکسي چلوونکو څخه د ۹۱۰۰ افغانیو په تعرفه اخیستل کیږي.