افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې؛ راغلي چې د کانونو قراردادیانو، د مالګې د فابریکو خاوندانو او د مالګې د فابریکو د اتحادیې غړو له شیخ ضیاء الرحمن الرحیم سره وکتل.
د کانونو او پټروليم وزارت د پلان او پاليسۍ وزير قرارداديانو او د مالګې کانونو ته وويل، هېواد ته د مالګې واردول په بشپړ ډول منع دي، د مالګې د فابريکو قرارداديان او مالکان بايد له دې فرصت څخه په استفادې د مالګې استخراج، پروسس او توليد وکړي.
په دې ناسته کې د مالګې کانونو قراردادیانو او مسئولینو د اسلامي امارت له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به د هېوادوالو غوښتنو او اړتیاوو ته پاملرنه کوي.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ معین له کانونو او پانګوالو سره ژمنه وکړه چې دغه وزارت به د قانون په چوکاټ کې له دوی سره همکاري کوي.