افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د پروان ولایت په جبل السراج او سیدخېلو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۷۱ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلې شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په بشپړو شویو پروژو کې د کانکریټي سړکونو جوړول، د کلیو د سړکونو جغل اچول، د څښاک د پاکو اوبو لپاره د څاګانو کیندل، د کرنیزو اوبو د کانالونو جوړول، پلونه او محافظوي دیوالونه شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د دولت او بنسټونو له لوري په هېواد کې د وړو پروژو د جوړولو لړۍ پيل شوې ده.