د غزې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۲۲۲۶ او د ټپیانو شمېر ۷۴۵۱۸ ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې ۸ قتلونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۸۴ کسان شهیدان او ۱۰۶ نور ژوبل شوی دی. د دغه وزارت د اعلامیې له مخې په غزې تړانګه کې د زخمیانو شمیر ۷۴۵۱۸ تنو ته رسیدلی دی.