دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 272298
په پاکستان کې بند پاتي افغانان کولاي شي په تذکره هېواد ته راستانه شي
په تورخم پوله کې د اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی چې هغه افغانان چې په پاکستان کې له پاسپورټ پرته بند پاتې دي کولای شي د خپل تذکرې سره افغانستان ته ستانه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تورخم بندر چارواکي وايي، هغه افغانان چې پاسپورتونه نه لري کولای شي د کوچني اختر په ورځو کې له خپلو کورنیو سره د تذکرې له لارې افغانستان ته سفر وکړي.
 
د تورخم کمېشنر عصمت الله یعقوب وايي، د تورخم بندر اړوند له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته دوی توانېدلي چې پاکستاني لوري ته قناعت ورکړي چې هغه افغانان چې پاسپورتونه نه لري افغانستان ته راشي او له خپلو کورنیو سره د لوی اختر مراسم تېر کړي.
 
وروسته له دې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې اسلامي امارت د افغانستان کنټرول تر لاسه کړ، په زرګونو افغانان چې د سفر اسناد یې نه درلودل او یا یې د ویزو موده یې ختمه شوې وه، د اوږدې مودې لپاره په پاکستان کې بند پاتې وو، ځکه دوی ته د تورخم له پولې څخه د تېرېدو اجازه نه وه.
 
اسلامي امارت د روژې په میاشت کې هم له پاکستان سره ورته تړون کړی و.
 
https://avapress.com/vdcf10d0cw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته