دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 269412
کابل ښاروالۍ: پر سړکونو د ساختماني توکو پرېښودل او د غاړو بندول له قانونه سرغړونه ده
کابل ښاروالۍ وايي، د ښاريانو له خوا د ودانيو جوړولو په سړکونو او پلچکونو کې د ساختماني توکو پرېښودل له قانونه سرغړونه ده او ورسره به قانوني چلند وشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له هغو ښاریانو سره به قانوني چلند وشي چې د ودانیو د جوړولو پر مهال په سړکونو او پلچکونو کې له ساختماني موادو څخه کار اخلي.
 
دغه ریاست پرون چهارشنبه د حمل ۱۳مه، په یوه اعلامیه کې ویلي: هغه کسان چې د ودانیو جوړولو کار کوي خبر ورکول کېږي چې نور دې ساختماني توکي په سړکونو او پلچکونو کې نه پرېږدي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سړکونو او غاړو پر سر د ساختماني توکو اېښودل د دې لامل کېږي، چې تخریب شي او د ښاریانو عمومي لارې بندې شي.
 
په اعلامیه کې ټینګار شوی؛ هغه اتباع چې ودانۍ جوړوي یا د کور مالک باید خپل ساختماني توکي په خپل ملکیت کې ځای په ځای کړي، که نه نو دا د ښار سرغړونه ګڼل کیږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کابل ښار يوه له مهمو ستونزو څخه په تيرو وختونو کې د دولتي چارواکو له خوا د لارو او پياده روونو بندول او همدارنګه د ودانيو جوړول دي، چې خلک ترې تل شکايت کوي.
 
https://avapress.com/vdcjvhe88uqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته