دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 266699
د افغانستان بانک پنځلس ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي
د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د شنبې په ورځ د روان کال د کب په ۲۰مه، (۱۵) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ: دغه بانک باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
 
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
 
پرون هم د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په خاطر، (۱۶) میلیونه ډالره وپلورل.
 
دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د (۸۸،۱۰) افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.
 
سرچينه : باختر
https://avapress.com/vdcdn90xnyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته