دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 266336
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي استعفا وکړه
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د چهارشنبې په ورځ د کب په ۱۰مه د یوه ټویټ په خپرولو سره اعلان وکړ چې له خپلې دندې یې استعفا کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: محمد صادق د خپلې استعفا لامل «د شخصي چارو، کورنۍ، کتاب او کرهنه» بللې ده.
 
په دې ټویټ کې محمد صادق د پاکستان د لومړي وزیر او د هغه د نورو همکارانو د همکارۍ او ملاتړ له امله مننه کړې او لیکلي یې دي: "زه د خپلو همکارانو مننه کوم چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په جوړولو کې کوششونه وکړل."
 
دغه پاکستانی چارواکی درې کاله وړاندې د عمران خان د صدراعظمۍ پر مهال په افغانستان کې د پاکستان د حکومت د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و.
 
په ټويټ کې چې نوموړي د خپلې استعفا لپاره ليکلي، د پاکستان له اوسني حکومت سره د شخړې او کړکېچ کومه نښه نه شته، خو د ده استعفا په داسې حال کې شوې چې د محمد صادق په ګډون د عمران خان د حکومت غړي يو له بل پسې د پوليسو له خوا تر تعقيب لاندې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د اوسني حکومت د پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه د پلويانو تر منځ ترينګلتيا مخ په زياتېدو ده، د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ٢٨مه) د اسلام آباد يوې محکمې د عمران خان د نيولو امر وکړ. عمران خان تر دې وړاندې دوه ځلې په ضمانت خوشې شوی و. د عمران خان د نیولو د نوي حکم صادرول د هغه د پلویانو ترمنځ ګډوډي رامنځته کړه. د دې پرېکړې تر اعلان وروسته دوی د اسلام آباد د محکمې مخې ته احتجاج وکړ.
 
https://avapress.com/vdcbf0b50rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته