دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 263735
کابل او اسلام اباد د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیت پر پیاوړتیا موافقه وکړه
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د اسلام اباد او کابل ترمنځ هوکړه شوې، چې له مخې به یې پاکستان ته پر ځینو وارداتي توکو تعرفه کمېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان په بندرونو او په ځانګړې توګه په کراچۍ کې پر افغاني توکو د ګمرکي تعرفو له زیاتوالي وروسته، چې تېره اوونۍ د دغه هېواد د سوداګرو له کلکو نیوکو سره مخ شو، اوس د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ګډه خونه د دې ستونزې د هواري لپاره د یوه هوکړه لیک په اړه وايي، خو دا هوکړه دوه اړخیزه ده او افغانستان هم پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو مالیه کموي.
 
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر نقیب الله صافي طلوع نیوز ته وویل: "د دې سند په لاسلیک سره به د تعرفې ستونزې هوارې شي او دا یو سوداګریز پرمختګ دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري زیاته شي."
 
د ځینو پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، په دغه تړون کې ویل شوي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو ۶۰ سلنه مالیه کمېږي.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، له اسلام آباد سره د پنځو ډوله تازه میوو او سبزیجاتو د ګمرکي تعرفو د کمولو هوکړه شوې او د دغه وزارت چارواکي هڅه کوي چې د نړۍ په بازارونو کې د ډبرو سکرو په هماغه بیه وپلوري.
 
په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر وايي، پاکستان د افغانستان په سوداګرۍ کې مهم رول لوبوي او سیاسي مسایل باید د دغه هېواد پر سوداګرۍ منفي اغېز ونه کړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تېره ورځ د هېواد د سوداګرو او پانګوالو په شتون کې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د هېواد د سوداګرو پر وړاندې د رامنځته شوې ستونزې په اړه خبرې وکړې.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر یونس مومند وویل: "پاکستان حق نه لري چې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو له سوداګریزو ملکیتونو سوداګریزې تعرفې ولګوي."
 
د یادولو ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت شمېرې ښيي، چې په تېرو اوو میاشتو کې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت افغاني توکي صادر شوي، چې له دې جملې څخه یوازې د ۷۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي پاکستان ته صادر شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbffb5srhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته