دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 261084
د افغانستان انار له ۳۰ کلونو وروسته روسیې ته صادر شول
د اسلامي امارت چارواکي له ۳۰ کلونو وروسته روسیې ته د کندهار د انارو د صادرولو خبر ورکړل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دولتي رسنیو مشر انعام الله سمنګاني وايي، مسکو ته د کندهار د انارو صادرات له ۳۰ کلونو وروسته د افغان کارت شرکت له خوا بېرته پیل شول او ۲۰ ټنه انار روسیې ته صادر شول.
 
د هغه په ​​وينا، روسيې ته د افغاني مېوو د صادراتو لړۍ به د حيرتان او شېرخان بندرونو له لارې دوام وکړي.
 
بايد يادونه وسي چې افغان انار په سيمه کې ښه کيفيت لري او کندهار د هېواد په کچه د انارو تر ټولو زيات توليدوونکى ولايت دى. په دغه ولايت کې څه باندې لس زره باغ لرونکي د انارو د باغونو په کرلو بوخت دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له کندهار څخه د انارو د صادراتو له پیل راهیسی، ۴۷ زره ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcg7q9xtak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته