دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 261079
د افغانستان په اړه وروستۍ غونډې په هېواد کې د باور جوړونې د چټکتیا یوه هڅه ده
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په خپل ټوېټر لیکلي چې د ایران، روسیې او هند په وروستیو درې اړخیزو غونډو او د مسکو په غونډه کې چې پرون د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، د ثبات، مشارکت حکومتوالۍ او له اماراتو سره د مشورې پر اړتیا ټینګار شوی دی. د باور جوړونې په چټکتیا ټینګار وشو.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي حسن کاظمي قمي د پنجشنبې په ورځ (عقرب ۲۶) له روسیې او هند سره د ایران د وروستۍ درې اړخیزې ناستې په اړه یو ټویټ خپور کړ. د مسکو غونډه چې پرون د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه، غبرګون ښودلی دی.
 
نوموړي لیکلي، چې د مسکو له غونډې مخکې د ایران، روسیې او هند درې اړخیزه ناسته د افغانستان لپاره د سیمه ییزې همغږۍ په برخه کې یو مهم ګام و.
 
کاظمي قمي زیاته کړه: په دواړو ناستو کې د ثبات، امنیت، د ټولو قومونو د ګډې حکومتولۍ پر اړتیا، د بشردوستانه مرستو زیاتول او له ترهګرۍ سره د سیمه ییز ابتکار په بڼه مبارزه، له طالبانو سره سلا مشورې او د باور جوړونې د هڅو د ګړندي کولو په اړه خبرې وشوې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي وو، چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه د یوه باثباته او خوندي افغانستان په رامنځته کولو کې د مرستې لپاره جدي دي، ځکه د سیمې ثبات او امنیت د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی.
 
هغه وويل چې د مسکو په غونډه کې به ګاونډي هېوادونه د امنيت د ښه کولو، د يوې داسې سياسي پروسې د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړي چې په حکومتولۍ کې د هر چا د ونډې څرګندونه وي، څو د افغانستان ټول قومونه په کې ونډه ولري. هغه ټینګار وکړ د ایران اسلامی جمهوریت د خلکو د حالت په ښه کولو کښې له اوسنی حکومت سره مرسته کوی.
 
د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د مسکو غونډه پرون د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو په حضور سره جوړه شوه.
 
https://avapress.com/vdca06nuo49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته