دخپریدو نیټه :شنبه ۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 260280
افغانستان باید د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ نه وي
په دې کتنه کې د ازبکستان ولسمشر او د اروپايي شورا رئیس ټینګار وکړ چې افغانستان باید یو ځل بیا د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ نه شي.
افغان غږ خبری آژانس: د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په کوربه توب د جمعې په ورځ (اکتوبر۲۸) د اروپا د شورا رئیس چارلس میشل په هغه غونډه کې چې په افغانستان کې د ژمي په درشل کې د بشردوستانه وضعیت افغانستان یوه لویه اندیښنه ده او د دې هیواد خلکو ته باید بشري مرستې ورکړل شي.
 
د اروپا د شورا د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې او نړۍ لپاره د دې هېواد د ګواښ د مخنیوي، د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د درناوي په اړه خبرې وکړې.
 
میرضیایف او میشل په سیمه کې د اقتصادي اړیکو اهمیت او د افغانستان مهم رول ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې افغانستان باید د تروریزم په سرچینه بدل نه شي چې د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.
 
د ازبکستان ولسمشر وايي، هېواد یې له طالبانو سره د خبرو لپاره د یوې نړیوالې ډلې د جوړولو اقدام کړی دی.
 
د ګډې اعلامیې په دوام کې راغلي دي چې د اروپا د شورا رئیس او د ازبکستان جمهور رئیس د یوې هراړخیزې سیاسي پروسې د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونه تامین کړي.
 
د ازبکستان جمهور رئیس او د اروپايي شورا رئیس د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د ریل پټلۍ د پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ چې له ترمز څخه تر مزارشریف، کابل او په پای کې تر پېښوره غځېږي.
 
د دواړو خواوو په وینا، دا کرښه کولی شي سیمه ایز اتصال پراخ کړي او د څو هیوادونو اتباع کولی شي له ګټو څخه ګټه پورته کړي.
 
د ازبکستان چارواکو د روان کال د حمل په میاشت کې د دغې سترې پروژې د پیل اعلان وکړ. د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اورګاډي پټلۍ به د پنځه میلیارده ډالرو په لګښت جوړه شي.
 
https://avapress.com/vdcdjz0xzyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته