افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د ویرجینیا ایالت د جیمز میډیسن پوهنتون ته څېرمه د ډزو په پایله کې اته تنه ټپیان شوی دی.
د ځايي سرچينو په وينا، ټول ټپيان چې عمرونه يې د ١٨ او ٢٧ کلونو ترمنځ دي، روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.
په دې وروستیو کلونو کې امریکا د بې عدالتۍ او نژادي تبعیض او همدا راز د تاوتریخوالي او وسله والو بریدونو په وړاندې د اعتراضونو له څپې سره مخامخ ده.
د امریکا په بېلابېلو سیمو کې هر کال په زرګونو کسان د ډزو له امله وژل کېږي او یا هم ټپیان کېږي.
په امریکا کې د وسلو ګرځول وړیا دي او له همدې امله په دې هیواد کې په وروستیو کلونو کې د ډزو مرګونې پیښې رامنځ ته شوې دي.
د رسمي راپورونو له مخې، په امریکا کې له ۲۷۰ څخه تر ۳۰۰ میلیونو پورې وسلې شتون لري. دا پدې مانا ده چې په دې هیواد کې د هر سړي شاوخوا یو ټوپک شتون لري.
د هغو ډلو له غوښتنې سره سره چې په امریکا کښې د مدنی حقوقو ملاتړ او دفاع کوی د وسلو د لابی د قدرت په وجه د امریکې هیڅ حکومت په دغه هیواد کښې د وسلو د پېر او پلور د بندولو په اړه د قوانینو په جوړولو نه دی بریالی شوی.