دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 258205
د روسیې او اوکراین جګړه/ اروپا: موږ به په ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو
د اروپايي ټولنې ویاند ویلي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له امله به سږني ژمي کې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ شو.
افغان غږ خبری آژانس: د اروپایی اتحادیې ویاند د دوشنبې په ورځ (سنبلي ۱۴) ټینګار وکړ چې اروپایی چارواکی له خپلو نړیوالو همکارانو سره په ګډه د انرژۍ له بحران سره د مقابلې لپاره کار کوی.
 
د الجزیرې خبري چینل د دغه اروپايي چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې په راتلونکي ژمي کې به د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له امله "موږ به له ډېرو ستونزو سره مخ شو".
 
هغه د دې په بیانولو سره چې له دې بحران سره د مقابلې لپاره د اروپایی هیوادونو ترمنځ د پیوستون لپاره روښانه اجماع شتون لري، څرګنده کړه: "په تیرو میاشتو کې موږ د روسیې د ګازو پر ځای (د تیلو په برخه کې ډیرې مرستې ترلاسه کړې."
 
دغه اروپايي چارواکي دا هم ومنله چې د اوکراين د کړکېچ له امله دوى له ډېرو ستونزو سره مخ دي او له يوه استثنايي پړاو څخه تېرېږي.
 
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل تېره یکشنبه (سپتمبر ۱۴) خبرداری ورکړ چې راتلونکې میاشتې به د اروپايي ټولنې لپاره پرېکنده میاشتې وي.
 
هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: یو سخت ژمی زموږ په تمه دی او راتلونکې شپږ میاشتې به پرېکنده وي. که موږ بحران له منځه یوسو او خپل یووالی وساتو او نظامي توازن دوام ومومي، موږ به تر پسرلي پورې په ښه وضعیت کې یو."
 
بوریل ادعا وکړه: "پوتین هیڅکله تصور نه کاوه چې روسیه به له شپږو میاشتو جګړې وروسته دې حالت ته ورسیږي. د روسیې پر اقتصاد، په تېره بیا د پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه کې د بندیزونو اغېز به په راتلونکو میاشتو کې زیات شي.
 
https://avapress.com/vdchv6nim23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته