افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په یوه ټویټ کې دغه پیښه تائید کړې او ویلی یې دی چې دښمن په تیرو لسو میاشتو کې نه دی توانیدلی چې کوم جدی ګواښ رامنځته کړی. او اوس داسې ناوړه کړنې تر سره کوي چې هیڅکله د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې نه کړي
د بلخي په وینا؛ ازبکستان له افغانستان سره ډېرې نږدې او دوستانه اړیکې لري. د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو وروستي سفرونه ښيي چې د دواړو هېوادونو تر منځ ډېرې ګډې ګټې شته.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند په وينا، دا ډول تخريبي کړنې د هغو کسانو له ډلې دي، چې غواړي د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ستونزې رامنځته کړي.
د هغه په وينا، امنيتي چارواکي د افغانستان د پولو امنيت ته ځانګړې پاملرنه کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
باید وویل شي، چې د روان کال د ثور په لومړۍ نېټه هم د افغانستان له پولو څخه د ازبکستان پر خاوره څو راکټونه توغول شوي وو، چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.