دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 218461
کابل کې د امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه شوې
د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه چاودنه نن چهارشنبه سپټمبر۹(وږې۱۹) سهار ۷:۲۵ دقیقې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «چهار راهی تایمني سابقه» سیمه کې شوې ده.
د دغه وزارت ویاند طارق این ویلي چې تر اوسه د پېښې له ځایه دوه جسدونه او ۱۲ ټپیان روغتون انتقال شوي دي.
ارین زیاته کړې چې تر اوسه د چاودنې نوعیت معلوم نه دی.
پر همدې مهال د امرالله صالح دفتر ویلي چې په دغه چاودنه کې نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی.
یاد دفتر زیاته کړې:"د افغانستان دخلکو قسم خوړلو دښمانانو نن یو ځل بیا غوښتل چې ښاغلي صالح ته زیان ورسوي، خو هغوی په دغه پلان کې ناکام شول."
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-6niz23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته