کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سنبله 1399 ساعت 10:03

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه شوې ده.


د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه چاودنه نن چهارشنبه سپټمبر۹(وږې۱۹) سهار ۷:۲۵ دقیقې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «چهار راهی تایمني سابقه» سیمه کې شوې ده.
د دغه وزارت ویاند طارق این ویلي چې تر اوسه د پېښې له ځایه دوه جسدونه او ۱۲ ټپیان روغتون انتقال شوي دي.
ارین زیاته کړې چې تر اوسه د چاودنې نوعیت معلوم نه دی.
پر همدې مهال د امرالله صالح دفتر ویلي چې په دغه چاودنه کې نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی.
یاد دفتر زیاته کړې:"د افغانستان دخلکو قسم خوړلو دښمانانو نن یو ځل بیا غوښتل چې ښاغلي صالح ته زیان ورسوي، خو هغوی په دغه پلان کې ناکام شول."
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


د مطلب کود: 218461

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218461/کابل-کې-د-امرالله-صالح-پر-موټریز-کاروان-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com