دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 209398
ملي امنیت په کابل کې د داعش او حقاني شبکې د یوې ګډې هستې د له منځه وړلو خبر ورکړی
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي د کابل شکردرې ولسوالۍ او د ښار یولسمه ناحیه کې د ځانګړو ځواکونو د څو عملیاتو په نتیجه کې د داعش او حقاني شبکې یوه ګډه هسته له منځه وړل شوې ده.
ملي امنیت نن چهارشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي دغه هسته چې د داعش د یوه مشر ثناالله او د حقاني شبکې د ښاري همغږي کوونکي له خوا یې مشري کیدله، لاندې بریدونه یې ترسره کړي و:
ارګ کې د لوړې مراسمو باندې راکټیز برید
کابل کې د سیکانو درمسال باندې خونړی برید
د عبدالعلي مزاري تلین مراسمو باندې برید
او بګرام هوایي اډې باندې دوه راکټي بریدونه
په اعلامیه کې راغلي چې دغې ترهګریزې هستې په کابل کې هدفي وژنې هم کولې.
په دې عملیاتو کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي او اته نور یې ژوندي نیول شوي دي.
په پورته یاد شوو بریدونو کې لسګونه بې ګنا ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcgyy9x7ak9zw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته