دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 189076
پاکستان د افغانانو لپاره خپلې وېزې محدودې کړې
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، تر څو چې افغان حکومت د دغه هېواد د قونسلګریو نه بهر د پیسو په بدل کې د وېزو اخیستل بندوي دغه هېواد به یوازې، زړو ناروغانو، ښځو او پانګوالو ته وېزې ورکړي.

دغه سفارت نن یکشنبه د جولای پر ۲۸مه په یوې لنډې اعلامیې کې ویلي، چې دا اقدام عاجل دی.
په کابل کې د پاکستان سفارت پر داسې مهال له خپلو قونسلګریو نه بهر د پیسو په بدل کې د وېزو تر لاسه کول مني، چې تر دې مخکې په کابل او ننګرهار کې د پاکستان د وېزې تر لاسه کولو د بهیر په اړه اندېښنې څرګندې شوي وې.
تېر کال یو شمېر کسانو په ننګرهار کې د پاکستان پر قونسلګرۍ او ساتونکو د فساد تورونه هم ولګول چې د وېزې په بدل کې له خلکو ډېرې پیسې اخلي، چې له امله په ننګرهار کې د څه مودې لپاره د پاکستان قونسلګري هم وتړل شوه.
په کابل، ننګرهار او کندهار کې هره ورځ زرګونه کسان د پاکستان سفارت او قونسلګریو ته د ویزې تر لاسه کولو په هدف ورځي خو ډېر کم کسان یې د وېزې په تر لاسه کولو بریالي کېږي.
تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته هم د ویزو تر لاسه کولو بهیر کې د بې نظمیو په اړه راپورونه ورکړل شوي و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان د سفارت هغه دوه افغان پولس ساتونکي چې د وېزو اخیستلو پرمهال یې یو سپینږیري سړی وهلی ونیوی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguy9q3ak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته