دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 168095
روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغانو د درملنې او څېړنې لپاره د کېنسر مرکز جوړېږي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له "ګلوبل میډیکل پارټنرز" امریکايي ادارې سره د سرطاني ناروغانو د کشف، درملنې او څېړنې لپاره د کېنسر د مرکز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، په دغه مرکز کې د سرطاني ناروغانو د کشف، څېړنې او د روغتیايي مسلکي کارکوونکو د ظرفیت د لوړاوي تر څنګ به د سرطاني ناروغانو د شعاع له لارې درملنه کېږي.
 
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۹» په دې اړه جوړې شوې ناستې ته وویل:
"دغه تفاهم‌لیک چې د ګلوبل میډیکل پارټنرز سره لاسلیک شو، پرې نږدې ۲۵ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د یادې امریکايي ادارې له‌خوا ورکول کېږي. موږ او تاسې به په جمهوریت روغتون کې د دغه مرکز د جوړېدو شاهدان یوو، هغه پرمخ تللي وسایل چې په دې وروستیو کې د سرطان د درملنې لپاره په نړۍ کې معرفي شوي، په دې مرکز کې به‌یې ولرو او په دې سره به د هغو ناروغانو اړتیاوې پوره شي چې تر دې وړاندې د شعاع لپاره بهر ته تلل."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په جمهوريت روغتون کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره یو مرکز جوړ شوی و.
خو د چارواکو په وینا، دغه مرکز یوازې د جراحي درملنې لپاره و چې د نوي مرکز په جوړېدو سره به د شعاعي سرطان د درملنې لپاره اړین ګامونه پورته شي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په افغانستان کې هر کال ۲۰ زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي چې کابو ۱۵ زره مړه کېږي چې ډېری په‌کې ښځې دي.
ډاکتران د دې رنځ عمده لاملونه په خوړو کې بې‌احتیاطي، د مخدره توکو کارول، بې‌وزلي، د اوبو لږ څښل، ورزش نه‌کول، ککړ چاپېریال او داسې نور په ګوته کوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټوله نړۍ کې د سرطانونو تقریباً ۱۰۰ ډوله پېژندل شوي دي او له دې ډلې د سږو او د سینې سرطانونه په سر کې ځای لري.
په دغه ناسته کې د د ګلوبل میډیکل پارټنرز امریکايي ادارې مشر سکاټ برووم ژمنه وکړه چې دوی به په افغانستان کې د دغې وژونکې ناروغۍ د درملنې لپاره خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکوي.
 
 
نوموړي وویل:
"ګلوبل میډیکل پارټنرز ژمن دی چې افغانانو ته په کور دننه د باکیفتې او ارزانې درملنې زمینه برابره کړي او دغه خدمتونه د افغانانو او په ځانګړي ډول، د روغتیايي پرسونل په همکارۍ شوني دي."
خو یو شمېر روغتیایي متخصصین انتقاد کوي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره یوازې په مرکز کې محدود شمېر مرکزونه جوړ کړي چې دا مرکزونه د ټول هېواد په کچه د خلکو ستونزې نه‌شي هوارولی.
ډاکتر پرویز اقبال وایي، د یاد مورد تر څنګ په افغانستان کې د سرطان ناروغي د تشخیص او درملنې لپاره د پرمختللو وسایلو نشتوالی او په دې برخه کې د روغتیایي متخصصینو کمښت هغه ستونزې دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceov8znjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته