دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 168068
پکتیا کې ۲۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او یوه پاکستاني ترهګر ژوندي نیول شوی
د افغان پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو وایي د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او یوه پاکستاني ترهګر ژوندي نیول شوی دی.
تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزو تامونو د کشفي راپورونو پر اساس د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د نیک نام پله په سیمه کې د تندر په نوم د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ ۸ تنه وسله وال مخالفین وژلې او ۱۲ تنه ژوبل کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو یو تن پاکستاني اتباع چې میرزا خان نومیږی د سردارخان زوی دی او د بلوچستان د سراب اوسیدونکی دی، ژوندئ نیولی.
د تندر قول اردو په وینا، د تندر په نوم ګډ چاڼیزعملیات چې د ۲۰۳ تندرقول اردو درستیزوال ډګروال روح الله خلیل اوغلو په مشری د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې لاهم دوام لري.
پکتیا د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د پکتیا ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه  هم دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepv8zvjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته