دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 167340
نورستان دینی عالمان: طالبان دی د نورو په لمسون تخریبی فعالیتونه ترسره نه کړي
د نورستان دیني عالمانو له وسله والو طالبانو غوښتي چې د پردیو استخباراتي کړیو په لمسون دې تخریبي فعالیتونه تر سره نه کړي.

دغو دیني عالمانو پرون په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې په هیواد کې روانه جګړه داسلام له سپېڅلي دین سره هیڅ ډول اړېکه نه لري او یوازې افغان وژنه ده قربانیان یی دهیواد ماشومان میرمنې او ټول بې ګناه افغانان دي .
د نورستیان دیني عالمانو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له ملي پروسې سره دې یو ځای شي .
دنورستان والي ښاغلي حافظ عبدالقیوم غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، د اسلام د مبین دین تګلاره دا نه ده چې لاري، پلچکونه، ښوونځي، پلونه، کلینکونه او نورعام المنفعه ځایونه دې وران کړي او یا دې د دیني عالمانو، ماشومانو، میرمنو او دبي ګناه افغانانو پر وژنه لاس پورې کړي .
ښاغلي حافظ زیاته کړه، چې اسلام د سولې ورورګلوۍ او دخیر دین دې او د ټولو هغو اعمالو د تر سره کولو دمخنیوي سپارښتنه کوي کوم چې اوسنی وسلوال یی تر سره کوي .
نوموړي په وسلوالو طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ چې دهغه افغانانو دسولې غږ دې واوري چې د کورنۍ خواږه غړي ، او دبدن اندامونه یی له لاسه ورکړي او په زخمن زړه له وسلوالو غواړي چې د سولې له ملي پروسي سره یو ځای شي .
په همدې حال کې د نورستان دیني عالمان وویل، چې دهیواد او د اسلامي نړۍ ټولو عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او دا یی افغان وژنه او ورور وژنه یاده کړي نو د جګړې د دوام او اوږدوالي لپاره هیڅ کوم شرعي دلیل پاتې نه دی اوس دې وسلوال له خلکو بښنه وغواړي او له جګړې دې لاس واخلي.
 
https://avapress.com/vdcgtu9qzak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته