دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 163365
فاریاب ولایت کې یو ولسوالي طالبانو لاس ته لوېیدلې دی
ویل کیږی چی د فاریاب ولایت د بلڅراغ ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی،  په شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو نه خبر شوی خبرپاڼه کې راغلي دی، چې د یاد ولایت د بلڅراخ ولسوالي پرون ورځ  سهار ۹:۴۰ بجې وسله والو طالبانو ونیوله.
سرچنیو زیاتوی، چې دا مهال ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده، خو د بېرته نیولو له پاره یې په کافي اندازه امنیتي ځواکونه چمتو دي او ډېره ژر به یې بېرته ترې ونیسي.
په خبرپاڼه کی ویلی، د ولسوالۍ له ودانۍ پرته نور څه د طالبانو لاس ته نه دي ورغلي، ځکه دغه ولسوال د شپې له ۱۰ د سهار تر ۹:۴۰ پورې خالي شوې وه.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcjmteviuqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته