دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 160589
هرات ښار کې نبی اکرم(ص) مسجد باندی انتحاری برید مسئولیت داعش ډله په غاړه واخیست
د هرات ولایت پولیس قوماندی ویاند قبلوی چی دوه انتحاری کوونکې د نبی اکرم ص پر مسجد هرات ښار کې برید کړی، خو یواځې یو برید کوونکې ځان ته چاودنې ورکولو باندی بریالی شوی او بل انتحاری د مسجد ساتونکو له لوری له منځه وړل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالاحد ولی زاده، د هرات پولیسو ویاند ددی برید په اړه وویل: دوه انتحاری کوونکې چی پر دری څرخه موترسایکل باندی وو، پیاده شول او قصد درلود چی نبی اکرم ص پر مسجد باندی چی د هرات ښار اووم ناحیه رنګ ریزی کوڅه کې واقع دی، برید وکړی خو مسجد ساتونکو له لوری پیژندل شوي دی.
هغه زیاته کړه: په نتیجه کې یو انتحاری کوونکې ځانته چاودنه ورکړه خو دوهم کس د مجسد ساتونکو له لوری د مرمیو په ډزو سره ووژل شو.
د هرات روغتون آخری آمارو په اساس، په دی انتحاری برید کې، ۱ غیری نظامی شهید او ۸ تنه نور مجروح شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcev78zojh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته