کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات ښار کې نبی اکرم(ص) مسجد باندی انتحاری برید مسئولیت داعش ډله په غاړه واخیست

5 حمل 1397 ساعت 17:59

د هرات ولایت پولیس قوماندی ویاند قبلوی چی دوه انتحاری کوونکې د نبی اکرم ص پر مسجد هرات ښار کې برید کړی، خو یواځې یو برید کوونکې ځان ته چاودنې ورکولو باندی بریالی شوی او بل انتحاری د مسجد ساتونکو له لوری له منځه وړل شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، عبدالاحد ولی زاده، د هرات پولیسو ویاند ددی برید په اړه وویل: دوه انتحاری کوونکې چی پر دری څرخه موترسایکل باندی وو، پیاده شول او قصد درلود چی نبی اکرم ص پر مسجد باندی چی د هرات ښار اووم ناحیه رنګ ریزی کوڅه کې واقع دی، برید وکړی خو مسجد ساتونکو له لوری پیژندل شوي دی.
هغه زیاته کړه: په نتیجه کې یو انتحاری کوونکې ځانته چاودنه ورکړه خو دوهم کس د مجسد ساتونکو له لوری د مرمیو په ډزو سره ووژل شو.
د هرات روغتون آخری آمارو په اساس، په دی انتحاری برید کې، ۱ غیری نظامی شهید او ۸ تنه نور مجروح شوی دی.
 


د مطلب کود: 160589

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160589/هرات-ښار-کې-نبی-اکرم-ص-مسجد-باندی-انتحاری-برید-مسئولیت-داعش-ډله-په-غاړه-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com