د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملي دفاع وزارت نن ورځ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۲۸ وسلهوال وژل شوي دي.
سرچنیو زیاتوی، چې یاد وسلهوال په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.
په یاد عملیاتو کې د ۱۳ وسلهوالو له ټپي کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.
خبر پانه ویلی دی، افغان پوځي عملیات د هوايي ځواک په ملاتړ، لغمان، غزني، پکتیکا، لوګر، کندهار، فراه، تخار، فاریاب، نیمروزو او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.
خو تر اوسه ددولت مخالفیانو په دی اړه څه نه دی ویلی.