ښاغلي اتمر چې څو ورځې وړاندې د سعودي عربستان له سفره راغلی په خپلو خبرو کې ویلي چې افغانستان او عربستان ترهګرو سره مبارزه کې د اطلاعاتو پر تبادلې سلا شوي دي.
د اتمر په وینا، عربستان سیمه کې د ترهګرو ډلو او مخدره توکو لهډیروالي په تنګ شوی او د افغانستان روانه جګړه هم نامشروع بولي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په خپل سفر کې له عربستاني چارواکو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي، ځکه چې په وینا یې د ترهګریزو ډلو رشد، د عربستان په زیان هم دی.
اتمر همداشان ټینګار کړی چې پر حرمین شریفین باندې هر ډول برید نامشروع او دافغانستان له نظره د غندلو وړ دی.
شنونکي وایي عربستان پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري، نو له همدې امله افغان حکومت هڅه کوي چې له دې نفوذ څخه د طالبانو د راضي کولو لپاره ګټه واخلي؛ طالبان د سولې میز ته کش کړي او د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)