د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا یا ارګ ماڼی وایي ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ګازي برېښنا د تولید او د برېښنا تولیدي دستګاه د نصب د پانګونې لومړنۍ پروژې منظور کړې.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون ماښآم په ارګ کې جوړه شوه چې په ترڅ کې یې د لومړي ځل لپاره د عامه او خصوصي( Public Private Partnership ) مشارکت پانګونې دوه قراردادونه د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت عمومي ریاست ملي تدارکاتو کمیسیون ته وړاندې او کمیسیون تصویب کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پانګونې دا قراردادونه د ۳۸٫۸ میلیون ډالرو په ارزښت د شبرغان د ګازي برېښنا تولید پروژه ده چې بیات پاور شرکت ورباندې پانګونه کوي او د مزار شریف د برېښنا تولید نصب دستګاه پروژه چې د غضنفر ګروپ او د نړیوال بانک مالي بین المللي بنسټ ( International Financial Cooperation–IFC ) د ۷۵ میلیون ډالر پانګونې په ارزښت تطبیقېږي.
د ارګ ماڼی په وینا، په یادو پروژو کې د افغانستان برېښنا شرکت، د انرژۍ او اوبو او کانونو وزارتونه او د ځمکو اداره هم دخیل دي او د دې پروژو قراردادونه (جوړول – ملکیت او ګټه اخیستنه) دي او د DLA Piper شرکت په حقوقي توګه ورته دقت کړی او د پیسو بین المللي صندوق(IMF) او IDA هم ورسره موافقه کړې ده.
اګ ماڼی وایي، د شبرغان د ګازي برېښنا د تولید پروژه د پنځو کالو لپاره یې موده پیشبیني شوې او د ۴۰ میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې له بل لوري د مزارشریف د برېښنا تولید دستګاه د نصب پروژه د ۲۰ کالو لپاره په پام کې نیول شوې او د ۵۰ میګا واټه ګازي برېښنا تولیدي ظرفیت لري.