سیماسمروایی، د هېواد نیمايي نفوس له لوږې او بېکارۍ نه رنځ وړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سيما سمرپرون په کابل ښارکې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې او د جګړې قربانیانو ته د درناوي په مناسبت جوړشوي کنفرانس کی خبریالانو ټه ویلی، دهیواد لوږه اوبېکاري دوه هغه عمده لاملونه دي چې په افغانستان کې یې جګړې او بشري سرغړونو ته زمینه برابره کړې.
د دوی په خبره، ترهغه وختی چې په افغانستان کې لوږه او بېکاري ختمه نه شي د جګره او تاوتریخوالي مخنیوی ناشونی دی.
سرچنیو زیاتیویی، که دې برخې ته لازمه پاملرنه ونه شي نو په لوی لاس وسلهوالومخالفینو او مافیايي کړیو ته دا زمینه مساعدېږي چې له اوزګارو ځوانانو نه د خپلو شومو اهدافو لپاره استفاده وکړي.
هغویی سرګندویی، که افغان حکومت د ټولنې اوزګاره وګړو ته د کار زمینه برابره نهکړي، دا مسئله به په لوی ناورین واوړي.