د کابل امنیه قومانداني او د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو په یوه خبري ناسته کې د وینا پر مهال وویل چې امنیتي ځواکونو د تلې له ۱۶ مه د لیندی تر ۱۱ مه نیټه د کابل له بېلا بېلو سیمو څخه ۵۶۶ کسان نیولي.
چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان قتل، اختطاف، وسله وال غلا، لاسې بمونو برید، د کورونو او وسایطو د غلا، قطاع الطریقي، قاچاق، د مخدره مواد د پلورلو او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د چارواکو په وینا، له نیو شویو کسانو څخه یو شمېر وسلې، مخدره مواد، الکولي مشروبات، او نور چیزونه کشف او ترلاسه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو تیره اونی وویل چې په پلازمېنه کابل ښار درې کسان د یوې خونړی شخړې په تړاو د امنتي ځواکونو له خوا نیول شوي.
چارواکي زیاتوي، چې دغه درې کسان تیره ورځ د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په چهار قلعه وزیر اباد سیمه کې یو تن د چاقو په وسیل وژلي و او یو بل یې ټپي کړی وه.