دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۱
د مطلب کود : 152876
طالبان په بادغیس کی د یو مکتب سرښوونکې تښتولۍ دی
د بادغیس څخه رارسیدلی ګزارشونو په اساس، طالبان تیری ورځی ماسپښین، د (بیک ها) کلۍ څخه د انجونو یو مکتب سرښوونکی تښتولی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فرید اخیزی، د بادغیس ولایتی شورا معاون وایی چی طالبانو غلام سخی، د بیک ها کلۍ انجونو یو مکتب سرښوونکی تښتولی او یو نامعلوم ځای ته یی لیږدولی دی. هغه وویل چی ددی سرښوونکی برخلیک په اړه تراوسه کوم معلومات نسته خو د قوم مشران هڅه کوی چی هغه آزاد کړی. عبدالقیوم ساجد، د بادغیس معارف اداره سرپرست هم تایید کړی دی چی دا کس ددی لپاره تښتول سوی دی چی دولت سره همکاری درلوده او طالبانو سره همکاری نه درلود.
https://avapress.com/vdcefw8zpjh8nvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته