د غور ولایت چارواکي ویلی، چې په دی ولایت په یوه جومات کې یوه ځانمرګي برید کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، عینی شاهدانو ویلی دی، چې په یاد پيښه کې ۹ تنه لمونځ کوونکي شهیدان شوي او ۳۰ تنه نورټپيان شوي دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي په دی اړه رسنیو ته وویل، چې دغه ځانمرګي د جمعه په ورځ هغه وخت ترسره شوی چې لمونځ کوونکي د غور د دولینه ولسوالۍ یوه جومات ته د لمانځه د ادا کولو لپاره راغلي وو.
د یاد وړ دی، چی پرون ماښام د کابل ښار د شت برچي سیمه کې پر(امام زمان) جومات انتحاري حمله کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د غور ولایت پيښه مسوولیت ګوم دلی نه دی منلی.