د بې سرحده خبریالانو سازمان په بغلان کې د تنویر ټلوېزیون پر مشر حمله وغندله.
د دې سازمان د افغانستان او ایران د برخې مسئول، رضا معیني پرون جمعه له ازادي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان پر حکومت غږ وکړ چې د مطبوعاتو پرکارکونکو او خبریالانو د حملو عاملان ونیسي او سزا ورکړي.
رضا معیني زیاته کړه: "د بې سرحده خبریالانو سازمان د تنویر ټلوېزیون پر مشر، شیر محمدجهش حمله غندي، مسئولان باید ډېر ژر د دې حملې عاملان پیدا کړي او عدالت ته وسپاري."
د تنویر ټلوېزیون پر مسئول مدیر، شیر محمد جهش د پنجشنبې په ورځ نا څرګندو وسله والو کسانو حمله وکړه.
په دې وسله واله حمله کې شیرمحمد جهش زخمي او د هغه ساتونکی ووژل شو.
په بغلان کې دازادي راډیو خبریال وايي چې د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی.
په بغلان کې چارواکو ویلي چې پولیس د حمله کونکو په لټه کې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)