ویلکږی، چی د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي عملیاتو کې ۴ وسله والو وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان په شمال کې د امنیتي ځواکونو په یوې خبرپاڼه کې ویلی دی، چې افغان پوځي چارواکي د یاد ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ په سرحوض کلي کې د افغان امنیتی ځواکونو اود وسله والو طالبانو ترمنځ له نښتو شوی دی.
سرچنیو زیاتیوی، دغه نښته پرون شپه د فاریاب ولایت د سرحوض کلي په قروق سیمه کې هغه مهال زور واخیست چې وسله والو طالبانو د امنیتی پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ.
د یاد وړدی، په دغه نښته کې د افغان امنیتي ځواکونو ۲ سرتېري ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتیوی، په دغه نښته کی ۲ تنه وسله والو طالبانو له دوه میله کلاشینکوف سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.